د میدان وردګو ولایت سیدآباد کثیرالرشتوي انسټیټوټ زده کوونکو ته د ساختمان د سیخبندۍ په اړه روزنه ورکړل شوه

د میدان وردګو ولایت اړوند سیدآباد کثیرالرشتوي انسټيټوټ د ساختماني څانګې، یوولسم ټولګي شاګردانو ته د ساختمان د سیخبندۍ په اړه عملي روزنه ورکړل شوه.
لارښود استاد د درس په جریان کې نوموړو ته د ساختمان د سیخبندۍ، کانکریټ اچولو او د سیخبندۍ د اړتیاو وړ وسایلو په اړه مفصل معلومات ورکړل او د زده کوونکو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې زیاتره زده کړې عملي وي، له همدې امله د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو فارغان له فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب کیږي.