د ساختمان د ویرنګ کارۍ په اړه د محصلینو د عملي زده کړو بهیر
د کاپيسا ولايت د کوهستان دویمې حصې مسلکي انسټيټوټ د برق څانګې محصلینو ته د ساختمان ویرنګ کارۍ په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.
دغه راز لارښود استاد محصلینو ته د ساختمان سیمکشۍ\ویرنګ کارۍ د ډولونو په اړه په عملي ډول توضیحات ورکړل او د نوموړو پوښتنو ته یې ځوابونه هم وړاندې کړل.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې عملي زده کړې د دې مرکزونو فارغانو ته د کار زمینه برابروي. له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا ټينګار کوي.