د چپرهار کرنې مسلکي انسټیټوټ محصلینو په عملي شکل روزنه ترلاسه کړه
د ننګرهار ولایت اړوند چپرهار د کرنې مسلکي انسټیټوټ د باغدارۍ او اګرانومۍ څانګو محصلینو ته د یاد ښوونیز مرکز څیړنیز فارم ته د ګډ علمي سفر په ترڅ کې د تخمونو تولید پړاوونو په اړه روزنه ورکړل شوه.
نوموړو په دې درسي جلسه کې، د لوبیا او غنمو په څېر د دانه لرونکو نباتاتو د ودې او نمو په اړه د ګډ عملي کارونو په ترسره کولو سره عملي پوهه ترلاسه کړه.
دغه راز لارښود استاد د درس په ترڅ کې، هغوی ته د نباتاتو د آفتونو په اړه مفصل توضیحات ورکړل او د نوموړو پوښتنو ته یې ځوابونه ورکړل.
عملي زده کړې له محصلینو سره مرسته کوي چې هغوی له فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار کې جذب شي.
له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه په دوامداره توګه هڅه کوي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو لړۍ نوره هم پیاوړې کړي.