د لغمان ولایت د مرکز اړوند تخنیکي او مسلکي لېسې د زده کوونکو د عملي زده کړو بهیر

د لغمان ولایت د مرکز اړوند تخنیکي او مسلکي لېسې د برق څانګې، دولسم ټولګي زده کونکو د « برقي موتورونو » په اړه په عملي بڼه روزنه ترلاسه کړه.
لارښود استاد د درس په ترڅ کې زده کونکو ته د « برقي موتورونو او د هغوی د ترمیم کولو» په اړه مفصل توضیحات ورکړل.
دغه راز د دې درسي جلسې په دوام کې د نوموړو پوښتنو ته هم ځوابونه ورکړل شول.
عملي زده کړې له محصلینو سره مرسته کوي ترڅو نوموړي له فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار کې جذب شي.
له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه تل هڅه کوي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو لړۍ لا پیاوړې کړي.