د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړولو پروګرام دوام لري
د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو اړوند استادانو د ظرفیت لوړولو پروګرام، چې څه موده وړاندې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د استادانو د ظرفیت لوړونې ریاست لخوا پیل شوی و، دوام لري.
اوس مهال دغه پروګرام په کندهار، بلخ، پنجشېر، هرات، نیمروز ، غزني، میدان وردګ، پکتیکا، دایکندی، غور، فاریاب، سمنګان، کندز، بغلان، کنړ، پکتیا اوننګرهار ولایتونو کې په عملي بڼه دوام لري.
د یادونې وړ ده چې په هیواد کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو شاوخوا ۴۵۰ تنه استادان په دې پروګرام کې د ټکره ماسټر ترینرانو لخوا د "کیفیت تدریس" په اړه د ۷ ورځو په ترڅ کې روزنه ترلاسه کوي.
د دې برنامې د ترسره کولو څخه موخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د تدریسي چارو ښه والی او د استادانو د پوهې او پوهاوي کچې لوړول ویل شوي دي.