د فراه ولایت تخنیکي او مسلکي انسټیټوټ زده کوونکو د «نیون څراغونو» په اړه روزنه تر لاسه کړه

د فراه ولایت تخنیکي او مسلکي انسټیټوټ د بریښنا څانګې، یوولسم ټولګي زده کونکو ته د "نیون څراغونو" په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.
لارښود استاد د عملي زده کړو په ترڅ کې نوموړو ته د "نیون څراغونو نصبولو او ازمویلو" په اړه مفصل توضیحات ورکړل او د هغوی پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.
(نیون څراغونه) د برېښنایې خالیګاه او شیشهاي خونې څخه جوړ شوي دي چې منځنۍ هوا ورڅخه ایستل کیږي او مینځ یې له نجیب ګازونو (لکه نیون او زینون) څخه ډک کېږي.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې ډیری زده کړې عملي دي. تر څو د دغو مرکزونو فارغان په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب شي.
له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا ټينګار کوي.