د فراه ولایت اړوند لاش جوین کثیرالرشتوي لیسې د زده کوونکو د عملي زده کړو بهیر
د فراه ولایت اړوند لاش جوین کثیرالرشتوي لیسې د یوولسم ټولګي د کرنې څانګې زده کوونکو ته د محلول او د محلول د غلظت په اړه په عملي ډول روزنه ورکړل شوه.
لارښود استاد د درس په ترځ کې نوموړو ته د محلول او د محلول د غلظت په اړه په مفصله توګه توضیحات ورکړل او د هغوی پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.
عملي زده کړې د کار په بازار کې د کار ترلاسه کولو لپاره یو پیاوړی بنسټ دی هغه کسان چې په عملي ډول روزل کیږي ژر تر ژره د کار بازار ته جذبیږي.
له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو بهير پياوړی کړي.