د حیوانی درملو په اړه د فراه ولایت د کرنې او وترنرۍ انسټيټوټ د محصلینو د عملي زده کړو بهیر
د فراه ولایت د کرنې او وترنرۍ انسټیټیوټ د وترنرۍ څانګې محصلینو ته د حیوانی درملو په اړه په عملی بڼه روزنه ورکړل شوه.
لارښود استاد د درس په ترڅ کې محصلینو ته د حیواني درملو او پرکار برده حیواني درملو په اړه هم په مفصله توګه توضیحات وړاندې کړل.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې زياتره زده کړې عملي وي، څرنګه چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو فارغان له فراغت وروسته په مستقيم ډول د کار بازار ته جذبیږي.
له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو بهير لا پياوړی کړي.