د مزار د تخنیکي او مسلکي زده کړو اکاډمۍ محصلینو د برېښنا سب سټیشن څخه لیدنه وکړه

د بلخ ولایت د مزار تخنیکي او مسلکي زده کړو اکاډمۍ د برښنا څانګې محصلینو په یاد ولایت کې د بریښنا له سب سټیشن څخه لیدنه وکړه.
د بلخ ولایت له سب سټیشن څخه د محصلینو د لیدو هدف د بریښنایی تجهیزاتو سره د نوموړو آشنا کول دي.
په دې علمي غونډه کې محصلینو ته د برښنا په اړه په بېلابېلو موضوعاتو په عملي ډول روزنه ورکړل شوه.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست الحاج مولوي غلام حيدر شهامت هم ولايتونو ته د خپل سفر په ترڅ کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا ټينګار کړى و.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې محصلینو ته د کار موندلو په برخه کې د لا زیاتو عملي زده کړو زمینه برابره کړي.