د پروان ولایت د تخنیکي او مسلکي انسټيټوټ محصلینو ته برښنا په اړه روزنه ورکړل شوه

د پروان ولایت د تخنیکي او مسلکي انسټيټوټ د برښنا څانګې محصلینو ته د یاد ولایت د جبل السراج تپه سرخ سب استیشن ته د یو علمي سفر په ترڅ کې د برښنا په اړه عملي روزنه ورکړل شوه.
لارښود استاد در درس په جریان کې محصلینو ته د برښنا او د برق د اجزاو لکه فیوز او سرکټ په اړه په مفصل بڼه توضیحات وړاندې کړل.
ښکاره ده چې عملي زده کړې له محصلینو سره مرسته کوي چې له فراغت وروسته دکار په بازار کې دنده ترلاسه کړي. له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر لا پياوړتيا ټينګار کوي.