په لغمان ولایت کې د مجاهدینو روزنیز پروګرام پیل شو
د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي آمریت مسؤلین په یاد ولایت کې د مجاهدینو لپاره د ادارې او مدیریت د روزنیز پروګرام د پیل خبر ورکوي.
په دې غونډه کې ګډون کوونکو د مجاهدينو لپاره د زده کړو د زمينې په برابرولو کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو د ادارې هلې ځلې وستايلې او زياته يې کړه چې له دې فرصت څخه مجاهدین بايد اعظمي ګټه پورته کړي.
دا پروګرام په داسې حال کې په لغمان ولایت کې په لاره اچول شوی چې اوس محال د مجاهدینو د روزنې پروګرام په ګڼو تخنیکي او مسلکي مرکزونو کې دوام لري.