د سرخرود کرنې مسلکي لېسې د زده کوونکو د عملي روزنې بهیر
د ننګرهار ولایت د سرخرود ولسوالۍ د کرنې مسلکي عالي لېسې زده کوونکو ته د "ځمکنی توت" د کښت په اړه روزنه ورکړل شوه.
دا درسي جلسه چې ددې ښوونیز مرکز په څېړنیز فارم کې جوړ شوې وه، لارښود استاد زده کوونکو ته د "ځمکنی توت" د کښت، کرل او پاللو څرنګوالی تشریح کړ.
همدارنګه په دې درسي جلسه کې د زده کوونکو ټولې پوښتنو ته ځواب ورکړل شو.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې ډیری زده کړې عملي دي او د دې مرکزونو فارغان په مستقیم ډول د کار بازار ته جذبیږي.
له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا ټينګار کوي.