د حرفوي پروګرامونو د زده کوونکو د عملي زده کړو بهیر

د کابل ولایت د میربچه کوټ د کرنې مسلکي لېسې د حرفوي پروګرام زده کوونکو ته په عملي ډول د سولر سیسټم د نصبولو د څرنګوالي په اړه روزنه ورکړل شوه.
لارښود استاد د دغه ښوونیز مرکز زده کوونکو ته د سولر د نصبولو او کارولو څرنګوالی په بشپړ ډول تشریح کړل.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د روزنې لویه برخه عملي روزنه ده. تر څو د دغو مرکزونو فارغان په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب شي.
له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر لاپياوړتيا ټينګار کوي.