د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د کندهار د کرنې حفظالمیوې لېسې څخه لیدنه
              د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي کندهار ولايت د خپل سفر په درڅ کې د یاد ولايت د کرنې حفظالمیوې لېسې وضعیت وڅېړه.
نوموړي پلاوي د کندهار د کرنې حفظالمیوې لېسې د مسوولينو او زده کوونکو ستونزې له نږدې واورېدې.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه د دغې ادارې د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال ښاغلي مولوي غلام سعيد احساس په مشرۍ يو پلاوى په ولايتونو کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د ستونزو د هواري په موخه لېږلى دى.
دوی تر دې مخکې د میدان وردګو، غزني او زابل ولایتونو د تخنیکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو څخه هم لیدنه کړې دی.
