د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د زابل د ځانګړو زده کړو او کرنې مسلکي لېسو څخه لیدنه وکړه
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د ځانګړو زده کړو مسلکي لېسې او همدارنګه د زابل کرنې مسلکي لېسې وضعیت وڅېړه.
دغه پلاوي زابل ولایت ته د خپل سفر پر مهال د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو ټول اداري، تحصیلي او مالي اسناد وڅېړل او د چارو د لا ښه والي په موخه یې کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وکړې.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ښوونیزو مرکزونو د وضعیت د ارزونې موخه، د هغوی د ستونزو او اړتیاوو د حل څرنګوالی یاد شوی دی.
