د کابل د ناشنوایانو په انسټيټوټ کې د فراغت مراسم ترسره شول
د کابل ناشنوایانو په انسټیټوټ کې خیاطۍ په برخه کې د لنډ مهاله حرفوي کورسونو څه باندې ۳۰ تنو محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول.
د دغه مراسمو ويناوالو د کورني اقتصاد په وده کې د لنډ مهاله حرفوي کورسونو پر اهميت ټينګار وکړ.
تر دې وړاندې هم په مرکز او ولایتونو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له لنډ مهاله مسلکي برنامو څخه سلګونه کسان فارغ شوي دي.