د ملي پرمختيايي شرکت رئيس د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د لاسته راوړنو ستاينه وکړه

د افغانستان د غوره نوښتونو او ابتکاراتو ملي نندارتون څخه د لیدنې په پای کې د ملي پرمختیايي شرکت عمومي رئیس عبدالرحمن عطاش د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.
په دغې کتنه کې دواړو لورو د همکارۍ پر څرنګوالي خبرې وکړې.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د دغې ادارې د لاسته راوړنو يادونه وکړه او ويې ويل، چې دغه اداره په هېواد کې د اقتصادي وضعيت په ښه والي او د مسلکي کاري ځواک په روزلو کې رغنده رول لوبوي.
له بلې خوا ښاغلي عطاش د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له لاسته راوړنو څخه ستاینه وکړه او د ګډې همکارۍ پر اهمیت یې ټینګار وکړ.