د نندارتون لپاره د چمتووالي څخه د مفتي فضل الرحمن فاضل لیدنه
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري چارو مرستيال ښاغلي مفتي فضل الرحمن فاضل د افغانستان د غوره نوښتونو او ابتکاراتو د ملي نندارتون د جوړيدو له څرنګوالي څخه ليدنه وکړه.
ښاغلي مفتي فاضل د دغه نندارتون د ښه ترسره کیدو په اړه مسؤلینو ته لازمې لارښوونې هم وکړې.
ټاکل شوې چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د افغانستان د غوره نوښتونو او ایتکاراتو لومړنی او لوی ملي نندارتون د لړم میاشتې په ۲۷ نیټه ترسره کړي. دغه نندارتون به د لړم په ۲۸مه او ۲۹مه هم دوام ولري.