د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیک بورډ غونډه ترسره شوه
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیک بورد غونډه د دغې ادارې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستيال مولوي غلام سعيد احساس په مشرۍ ترسره شوه.
په دغې ناسته کې یو شمېر رئیسانو د تېرو غونډو د پرېکړو په اړه راپور وړاندې کړ.
په دغې کتنه کې د اسلامي ثقافت مضمون په برخه کې د اصلاحي ميکانيزم او په خصوصي انسټیټونو کې د تدريس د څرنګوالي په ګډون په يو شمېر موضوعاتو خبرې وشوې او ګډونوالو خپل نظرونه شريک کړل.
په نورو موضوعاتو هم خبرې وشوې او غونډه د خیر دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.