د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې کارکوونکو لپاره د ظرفيت لوړولو برنامه ترسره شوه
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د بشري سرچینو ریاست د دغې ادارې د یو شمېر کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې پروګرام ترسره شو.
دغه برنامه د کاردان پوهنتون په همکارۍ جوړه شوې وه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې ۲۱ تنو کارکوونکو په کې برخه اخیستې وه.
په دغه روزنیز پروګرام کې کارکوونکو ته د مدیریت او رهبرۍ اصول تدریس شول.