د تخنيکي او مسلکي زده کړو په اداره کې د مشاعرې فرهنګي برنامه ترسره شو
د ترنم او فرهنګ انستیتیوت په نوښت د مشاعرې فرهنګې برنامه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په تالار کې د یو شمېر شاعرانو او ادیبانو په شتون کې ترسره شوه.
په دغه برنامه کې د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال مولوي غلام سعيد احساس او د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د مقام دفتر رئیس استاد مطيع الله هدايت هم حضور درلود.
ښاغلي احساس د پروګرام په پای کې وینا وکړه او د شاعرانو او ادیبانو ستاینه یې وکړه.
هغه وويل چې شاعرانو او نعت ویونکو د اشغال په وړاندې دجهاد په بريا کې ستر رول لوبولى دى.
د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال زياته کړه چې شاعران د اوس د اقتصادي جهاد د پرمختګ او ترقۍ په لاره کې له نظام سره مرسته وکړی.