د بلخ د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت او د ترکستان د لوړو زده کړو مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو
د بلخ ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د ترکستان د لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړ
د دغه هوکړه ليک د لاسليکولو موخه د دواړو ادارو د زده کړیالانو لپاره د ښوونيزو او علمي برنامو او علمي او څيړنيزو ورکشاپونو د ښه والي په موخه د اسانتياوو او همکاريو څخه ګټه اخيستل دي.
د یاد هوکړه لیک موده د څلورو کلونو لپاره ده.