د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي د کابل ښار انسټیټونو څخه لیدنه وکړه
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د دعوت او ارشاد پلاوي د کابل ښار له یو شمېر انسټیټونو څخه لیدنه او څارنه وکړه.
نوموړي پلاوي د دعوت او ارشاد ریاست د موخو د تطبیق په موخه د انسټیټونو استادانو او زده کړیالانو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
د دعوت او ارشاد رياست د ښکلو هنرونو او صنايعو په انسټیټوټ او اداره او مديريت (نیما) کې ښوونیز سيمينارونه په لاره اچولې دي.
په دغو سیمینارونو کې د دعوت او ارشاد رئیس د تقوا پر اهمیت، تعصب او توکم پالنې څخه خالي پر یووالي کې او د دعوت پر فضیلت خبرې وکړې.