د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې فرهنګي کميټې د اسلامي خطاطۍ او رسامۍ سيالي په لاره اچوي

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د فرهنګي کميټې دويمه غونډه د دغه ادارې د مقام د دفتر رئیس استاد مطيع الله هدايت او د کميټې نورو غړو په حضور ترسره شوه.
د دغه غونډې موخه په کابل کې د اسلامي خطاطۍ او رسامۍ سیالي ترسره کول دي.
په دغه ناسته کې د دغه سیالۍ ترسره کولو پر کړنلارې هم خبرې وشوې.
د غونډې برخه والو د دغه سیالۍ د ښه تنظیم په اړه خپل نظرونه وړاندې کړل.