تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د ښکلو هنرونو او صنایعو له انسټیټوټ څخه لیدنه وکړه
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت د کابل د ښکلو هنرونو او صنايعو له انسټیټوټ څخه ليدنه وکړه.
ښاغلي شهامت د دغه لیدنې په ترڅ کې د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټوټ د وضعیت د ارزونې ترڅنګ د استادانو ستونزې واوریدې او د انستیتوت آمر ته یې د یو شمېر موضوعاتو له جملې څخه د اسلامي هنرونو د تابلوګانو ګالري برخلیک ټاکلو په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.