د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د احکامو، فرمانونو د تعقیب او څارنې لوی ریاست له پلاوي سره وکتل
تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت د احکامو، فرمانونو د تعقیب او د څارنې لوی ریاست له یوه پلاوي سره وکتل.
دغه پلاوي د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې څخه د لیدنې په ترڅ کې په دغه اداره کې د عالی قدر اميرالمؤمنين "حفظ الله" د احکامو، فرمانونو او لارښوونو د پلي کولو څرنګوالی وارزاوه.
له مولوي شهامت سره په کتنه کې د فرمانونو، احکامو د تعقیب او د څارنې لوی ریاست پلاوي د تخنیکي او مسلکي زده کړو په اداره کې د فرمانونو، احکامو او لارښوونو تطبیق مثبت وباله.