د ولایتونو د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریتونو ستونزې وڅیړل شوې
د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداري د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال مولوي غلام سعيد احساس له ولایتي آمرینو سره په آنلاین ناسته کې خبرې اترې وکړې
په دغه کتنه کې چې د تعلیمي او تحصیلي چارو عمومي رئیس مولوي الحافظ مبشر آغا هم حضور درلود، د نوي تعلیمي کال د پیل سره سم د ولایتونو د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو پر ستونزو خبرې وشوې.
ولایتي آمرینو د خپلو ستونزو د وړاندې کولو ترڅنګ وړاندیزونه او د حل لارې چارې هم مطرح کړی.
د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال د ولايتونو د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمریتونو د وړانديزونو او ستونزو د حل په هکله ډاډ ورکړ.