د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د فارغانو د روزنې لپاره د روسیې چمتووالی
د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو فارغانو د لا زياتو زده کړو لپاره روسيې هېواد چمتووالی اعلان کړ.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د فارغانو د معرفي کولو په بهیر کې د روڼتیا لپاره ؛ د پلان او ستراتیژیکو همغږۍ رئیس ښاغلي نیک محمد نیکمل په مشرۍ يو کميته ایجاد کړه.
په پام کې ده، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو د ادارې د ښوونيزو مرکزونو يو شمېر فارغان د لاډیرو زده کړو لپاره روسيې هېواد ته واستول شي.
معرفي شوي فارغان به د مسکو په تخنیکي او څیړنیزو انسټیټونو کې د ساختمان، زیربنا، ډیزاین، سروی، کانکریټ او اوسپنې کانکریټ په برخو کې وروزل شي.