تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال د چرګانو د فارمونو ملي اتحادیې له رئیس سره وکتل
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستيال ښاغلي مولوي غلام سعيد احساس د چرګانو د فارمونو د ملي اتحاديې له رئيس سره وکتل.
په دې کتنه کې په هېواد کې د چرګانو د فارمونو د پراختيا په برخه کې د دواړو لورو ترمنځ د همکاريو په هکله خبرې اترې وشوې.
ښاغلي احساس د چرګانو فارمونو ملي اتحادیې سره د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د چرګانو د فارمونو ملي اتحادیې مشر ښاغلي معروف ظفر ژمنه وکړه چې دغه اتحادیه به د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو زده کړیالانو ته د عملي زده کړو زمینه برابره کړي.
د ښاغلي ظفر په وینا اوس مهال د چرګانو په ځینو فارمونو کې بهرني کارکوونکي په کار بوخت دي او دوی به د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو زده کړیالان وروزي.
د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال ټينګار وکړ چې هېواد بايد د بشري سرچینو له پلوه پر ځان بسيا شي او د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره په دې برخه کې کار کوي.