د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې له خدماتي کارکوونکو سره نغدي مرسته وشوه
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست ښاغلي مولوي غلام حیدر شهامت د دغه ادارې په خدماتي کارکوونکو نغدي مرسته وویشله.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې ۷۶ تنه خدماتي کارکوونکي له دغه مرستو برخمن شوي دي.
دغه مرستې له اړمنو کسانو سره د روژې په مبارکه میاشت کي د همکارۍ په موخه ترسره شوي.