د ادارې تخنیکي سالاکار عملیاتي پلان وڅیړل شو
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې تخنيکي سالاکار عملياتي پلان د دغه ادارې سرپرست ښاغلي مولوي غلام حيدر شهامت په حضور کې په يوه ناسته کې وړاندې شو.
په دې ناسته کې چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مرستيالانو هم ګډون درلود، د دغه ادارې تخنيکي سلاکار احمد نبي نايل خپلې برنامې د يوه پرزنټېشن په ترڅ کې وړاندې کړي.
تر دې دمه څو ریاستونو او آمریتونو پلانونه وړاندې او بیا څیړل شوې دي. دغه لړۍ روانه ده.