د پروان ولايت د بګرام په کثیرالرشتوی انسټیټوټ کې يوه څاه ګټه اخیستنې ته وسپارل شوه
د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټوټ لپاره د اوبو یوه څاه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له بودجې څخه کیندل شوي، ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د دغه څاه په کیندلو یو لک ۱۴ زره افغانۍ لګښت راغلی.
د يادونې وړ ده، چې د دغه څاه په کيندلو سره د بګرام د کثیرالرشتوي انسټیټوټ د اوبو د کمښت ستونزه هواره شوې ده.
