په ولایتونو کې د لنډ مهاله مسلکي کورسونو د جوړولو په اړه مشوره وشوه
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د حرفوی برنامو د سمون رئيس عبدالودود هوتک له ولایتي آمرینو سره په انلاین ناسته کې خبرې وکړې.
په دې ناسته کې د لنډ مهاله حرفوي کورسونو پر جوړولو خبرې وشوې.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په ۱۵ څانګو کې د مسلکي کورسونو د ترسره کولو لپاره ځانګړی نصاب جوړ کړی دی.