د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او ستراتیژیکې همغږۍ نوي رئیس معرفي شو
نیک محمد نیکمل د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادراې د پلان او ستراتیژیکې همغږۍ د نوي رئیس په توګه معرفي او خپله دنده یې پیل کړه.
ښاغلی نیکمل د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په وړاندیز او د اسلامي امارت د ریاست الوزرا په منظورۍ په دې دنده ګمارل شوی دی.
تر دې وړاندې يې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې په پلان ریاست کې د ډونرانو سره د اړيکو د آمر په توګه کار کړى دى.