په څو ولایتونو کې د اسلامي امارت له ۱۸۰۰ څخه د زیاتو مجاهدینو او نویو ګمارل شویو کارکوونکو لپاره د روزنیزو پروګرامونو په لاره اچول شوي دي

سږ کال د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اسلامي امارت د نویو ګمارل شویو کارکوونکو او مجاهدینو د ظرفیت لوړولو په موخه په ۸ ولایتونو کې له ۱۸۰۰ څخه زیاتو کسانو ته لنډ مهاله روزنیز کورسونه ترسره شول.
په دغه برنامه کې د کمپيوټر مهارتونه، انګلیسي ژبه، اداره او مدیریت په نظري او عملي ډول د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د تجربه لرونکو استادانو له خوا تدریس کیږي.
تر اوسه په لوګر، لغمان، پروان، پکتیا، نیمروز، هلمند، بغلان او سرپل ولایتونو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ادارې د ظرفیت لوړولو برنامه په لاره اچول شوي او د شمېرو له مخې په دغو ولایتونو کې یو زر او ۸۲۰ تنه فارغ شوي دي.
تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د افغانستان یو له مهمو تعلیمي او تحصیلي بنسټونو څخه دی، چې د ماهر کاري ځواک روزل د دغه ادارې یو له مهمو موخو څخه دی.