د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشر د سوداګرۍ د نړیوالې خونې له مشرتابه سره خبرې وکړې
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مشر مولوي غلام حيدر شهامت د یادې ادارې له مرستيال مولوي غلام سعيد احساس سره مل په افغانستان کې د سوداګرۍ د نړيوالې خونې (ICC Afg) له مشرتابه سره خبرې وکړې.
په دې کتنه کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د خصوصي سکټور پر همکاريو خبرې وشوې.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مشر له سوداګرو وغوښتل چې د یادې ادارې په اقتصادي پروژو کې پانګونه وکړي.
نوموړي په افغانستان کې د سوداګرۍ د نړیوالې خونې له اجرائیوي پلاوي سره د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې یو شمېر پروژې او اقتصادي طرحې شریکې کړی.
د یادې خونې مشرتابه د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د هېواد د اقتصاد ریښه وبلله او ویې ویل چې دغه اداره د جنګ ځپلو هېوادونو په پرمختګ کې ارزښتناک رول لوبولی دی.
د سوداګرۍ د نړيوالې خونې د اجرائيوي پلاوي مشر وويل، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې پرمختګ د ټول افغانستان د پرمختګ په معنا دى.
نوموړي ژمنه وکړه، چې په دغه اداره کې به د پانګونې د جلبولو لپاره همکاري کوي.