د جوزجان تخنيکي انسټیټوټ برښنا څانګې زده کړیالان، شبرغان برښنا بند کې عملي زده کړې ترسره کوي
د جوزجان تخنيکي انسټیټوټ د برښنا څانګې زده کړیالان د شبرغان ښار د خراسان پل په 220 کيلو ولټ برښنا سټيشن کې پرکتیک دورې په ترسره کولو بوخت دي.
دجوزجان ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمریت د څارنې پلاوي د نوموړو زده کړیالانو د کار بهير څارلى دى.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې تر ۶۰٪ سلنې زیاتې زده کړې عملي دي. ترڅو له دې مرکزونو څخه د فراغت وروسته، زده کونکي او زده کړیالان په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب شي.
