د څو برقی وسایلو جوړول

شايق، چې د پروان ولايت تخنيکي انسټیټوټ برښنا څانګې د ١٣ ټولګي له نوښتګرو زده کړیالانو څخه دى، څو برښنايي وسايل یې جوړ کړي دي.

د کالیو مینځلو ماشین، سولری بایلر ، برښنایی اجاق، آب ګرمې، برښنایی بخاري او د اوبو پمپ جوړول د شایق نومي زده کړیال له نوښتونو څخه دي.

 هغه وايي چې دغه وسايل يې د پروان تخنيکي انسټیټوټ د برښنا څانګې استاد عبدالناصر تر څارنې لاندې د يوه سمستر په ترڅ کې جوړ کړي دي.

شايق وايي، چې د دې وسايلو د جوړولو او خامو موادو پېرلو پيسې شایق او لارښود استاد یې ورکړې.

هغه زیاتوي چې په پام کې لري چې نور وسایل هم جوړ کړي چې په هغو کې یو چرخ فلک او یوه کښتۍ هم شامله ده. خو دا د امکاناتو او خامو موادو له کمښت سره مخ دی.

 د مسلکي، ماهر او کارپوه ځواک روزنه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې یو له مهمو موخو څخه دی.

د وسایلو د ویډیو لیدلو لپاره لینک باندی کلیک و کړی: https://youtu.be/rMswFtAzi0U