د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست وستايل شو
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت ملت ته د حکومت حساب ورکونې په پروګرام کې د دولتي ادارو او رسنیو د تقدیر په مراسمو کې وستايل شو.
په دې مراسمو کې د ا.ا.ا لوړ پوړو مسولینو، بهرینو سفیرانو او ډیپلوماتانو حضور درلود.
ښاغلي شهامت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د سرپرست په صفت تقدیر نامه ترلاسه کړه.
د ا.ا.ا رهبري د هغه د ولتي ادارو او رسنیو ستاینه وکړه چې ملت ته د حکومت حساب ورکونې په پروګرام کې یې قناعت وړ راپور ولس ته وړاندې کړی وو.