د زرمت میخانیکي عالي لیسې د یوه زده کوونکي له خوا د اوبو د پمپ جوړول

واتر پمپ

 د پکتيا ولايت زرمت ولسوالۍ ميخانيکي لېسې د بريښنا څانګې يوه نوښتګر زده کوونکي د اوبو پمپ جوړ کړ.

 د دې وسایلو جوړوونکی حکیم ولیزاده نومیږی او د زرمت ولسوالۍ میخانیکي لېسې برېښنا څانګې دولسم ټولګي زده کوونکی دی.

هغه په ​​خپل لګښت د اوبو یو پمپ جوړ کړی، چې له ۱۰ تر ۱۵ مترو پورې د اوبو د پورته کولو توان لري.

 حکيم جان وايي، که خام مواد او وسايل ورته ورکړل شي، د اوبو د معياري پمپ د جوړولو توان لري.

 د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې يو له موخو څخه د نوښتګر، ماهر او کارپوه ځواک روزنه ده.