په کابل کې د ولایتونو د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو ښوونکو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ جوړ شو
د اکمال تخصص انسټیټوټ لخوا د ولایتي انسټیټونو او لېسو د یو شمیر استادانو لپاره د ظرفیت لوړونې پنځه ورځنی ورکشاپ جوړ شو.
د دغه ورکشاپ د پرانیستې په مراسمو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مستقلې ادارې سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت او د دغه ادارې تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال مولوي سعید احساس هم ګډون کړی و.
ښاغلي شهامت په خپلو خبرو کې له دغه ورکشاپ څخه په اغیزمنه استفادې ټینګار وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې د ظرفیت لوړونې پروګرامونه به د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د ښوونیزو خدمتونو کیفیت ښه کړي.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست زياته کړه، چې د دې ادارې ټول لګښتونه د ښوونکو، نصاب او زده کوونکو لپاره دي.
هغه زیاته کړه، که ښوونکی نا لایقه وي، شاګرد به هم نا لایقه وی.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو مستقلې ادارې سرپرست له استادانو وغوښتل، چې ځانونه د هېواد سرمايه وګڼي او خلکو ته د مسووليت احساس وکړي.
د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال مولوي سعيد احساس هم وويل، چې تدريس يوه سپېڅلې او ستره دنده ده.
ښاغلي احساس زیاته کړه، هغه ښوونکی چې خپله وظیفه سرته رسوي د خلکو او هم د خدای پر وړاندې د قدر وړ ده.
د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال زياته کړه، چې د استادانو د ستونزو د هواري په برخه کې به هېڅ ډول هڅې ونه سپموي.
د يادونې ده، چې تخنيکي او مسلکي زده کړو مستقلې ادارې سرپرست او د دې ادارې مرستيال هم د اکمال تخصص انسټیټوټ له عملي کار شاپونو څخه ليدنه وکړه او له يادو شاپونو څخه يې په اغېزمنه ګټه اخيستنه ټينګار وکړ.
