د فارياب د تخنيکي او مسلکي زده کړو امر په دغه ولايت کې د "اکتيد" موسسې له چارواکی سره وکتل

د فارياب ولايت تخنيکي او مسلکي زده کړو امر مولوي غلام ولي همت د"اکتید" موسسې له مسؤل انجنير محمد شعيب صاحبزاده سره په دغه ولایت کې وکتل.
په دې کتنه کې په فاریاب ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو پر اړتیاوو خبرې وشوې.
په فارياب کې د "اکتيد" موسسې مسؤل وويل چې دغه موسسه د فارياب تخنيکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د اړتياوو د پوره کولو لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو دى.