د پلان او راپور د څرنګوالې په اړه روزنیز ورکشاپ جوړ شو
د پلان جوړونې عمومي ریاست لخوا د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې یو شمېر کارکوونکو ته عملیاتی پلان د پلی کیدو، پلان او راپور د چمتو کولو څرنګوالي په اړه روزنیز ورکشاپ ترسره شو.
ددې برنامې په پیل کې د پلان عمومي رئیس انجینر عنایت الله د پلان جوړونې او راپور ورکولو په ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل، چې د ورکشاپ موخه د پلان جوړونې او راپور ورکولو په برخه کې د کارکوونکو د مهارتونو لوړول دي.
د پلان او ستراتیژیکی پالیسۍ رئیس روح الله شفیق هم په ادارو کې پلان او راپور ورکول مهم وبلل او د ورکشاپ اجنډا یې تشریح کړه.
په دې ورکشاپ کې د عملیاتي پلان نوې فارمټ او د راپور ورکولو نوې فارمټ د دې ادارې اجرائیوي مامورینو او د راپور ورکونې چارواکو ته د پلان ریاست د کارپوهانو له خوا تشریح شول.
