د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د کابل اتومیخانیکي انسټیټوټ له متقاعدو کارکوونکو سره ولیدل
دتخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوی غلام حیدر شهامت د کابل اتومیخانیکي انسټیټوټ متقاعدو کارکوونکو او ښوونکو سره وکتل.
ښاغلی مولوی غلام حیدر شهامت سره په ناسته کې متقاعدو کاروونکو او ښوونکو خپلې حقوقي ستونزې شريکې کړې او د حل غوښتنه يې وکړه.
د مقام دفتر رئیس ښاغلی ډاکټر نجیب الله سلیمي؛ د دغه انسټیټوټ متقاعدو لخوا د دولتي ملکیتونو او بلاکونو د تخلیې په اړه مولوی غلام حیدر شهامت څرګنده کړه او غوښتنه يې وکړه، چې په دې اړه دې پاملرنه وشي.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوی غلام حیدر شهامت؛ د دغو کارکوونکو اوښوونکو ستونزې او وړانديزونه واورېدل او ويې ويل، چې د اصولو او قوانينو سره سم به د دوى ستونزې هوارې کړي.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست چارواکو ته لارښوونه وکړه؛ د دغو کارکوونکو د حقوقي ستونزو حل کولو پورې ؛ د دولتی ملکیتونو او بلاکونو د تخلیې موضوع دې ودروئ.
