د زده کوونکو او زده کړیالانو چارو رئیس د خصوصي انسټیټونو له مسئولینو سره ناسته وکړه
د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداری د زده کوونکو او زده کړیالانو چارو رئیس ښاغلی سید عباس ایوبی؛ د خصوصي انسټیټونو له مسئولینو سره تعارفی غونډه تر سره کړه.
په دې ناسته کې ښاغلي ایوبي د خصوصي انسټیټونو د هڅو او فعالیتونو قدرداني وکړه او د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداری او خصوصي سکتور ترمنځ د همکاريو د دوام ډاډ یی ورکړ.
د خصوصي انسټیټونو مسئولینو د خپلو ستونزو او وړاندیزونو په وړاندې کولو سره، د لوړو زده کړو مؤسسو ته د دغو انسټیټونو فارغانو د جذبولو لپاره د اسانتیاوو او همکارۍ غوښتنه وکړه.
