د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال د کوچنیو پورونو بانک «FMFB» له مسؤولینو سره وکتل

media_admin
Sun, Oct 25 2026 3:05 PM
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې مرستیال او سرپرست، محترم مولوي غلام سعید احساس، د کوچنیو پورونو بانک «FMFB» له مسؤولینو سره په یوه ناسته کې وکتل او د متشبثینو د ملاتړ، د نوښتګرو پروژو د تمویل، د کارموندنې او کارزده‌کړې د فرصتونو د رامنځته کولو او د ظرفیت لوړونې په برخو کې یې د ګډو همکاریو پر پراختیا بحث او د نظرونو تبادله وکړه.

په همدې حال کې، د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال د اسلامي عقودو پر بنسټ د کوچنیو پورونو د برابرولو، د نوښتګرو او کارآفرینانه پروژو د مالي ملاتړ، فارغانو ته د کارموندنې او کارزده‌کړې د فرصتونو د رامنځته کولو او د ظرفیت لوړونې د ګډو پروګرامونو پر جوړولو کې د یاد بانک پر همکارۍ ټینګار وکړ.

همدارنګه، په دې ناسته کې هوکړه وشوه، چې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې نوښتګرې طرحې او پروژې به د تمویل د امکاناتو د ارزونې لپاره له بانک سره شریکې شي او د دواړو لورو ترمنځ به د همکارۍ هوکړه‌لیک ترتیب او لاسلیک شي.

د یادونې وړ ده، چې دغه همکاري د کارآفرینۍ د پیاوړتیا، د نوښتګرو طرحو د ملاتړ، د خپلواک کار د پراختیا او فارغانو ته د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په برخه کې اغېزمنه تمامېدای شي.

Latest news

Wed, Jul 24 2024 10:40 AM
Background image

Technical and Vocational Education and Training Authority Held a Graduation Ceremony

Technical and Vocational Education and Training Authority Organized a Graduation Ceremony for Students of Technical and Vocational Education Centers of Kabul Province. High-ranking. . .

Mon, Apr 08 2024 10:20 AM
Background image

Congratulatory Message of the Supreme Leader of the Islamic Emirate on the Arrival of the Auspicious Eid-ul Fitr

To the Faithful and Mujahid Nation of Afghanistan and All the Muslims around the World! I would like to extend my heartfelt congratulations on the arrival of the auspicious Eid-ul Fitr. . .

Sun, Mar 24 2024 2:24 PM
Background image

Holding a ceremony to inaugurate the new academic year in the TVET-A

The beginning of the new academic year 1403 AH, the Department of Technical and Vocational Education TVET-A held a ceremony attended by several ministers and members of the government. . .

BACK TO NEWS