د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د افغانستان د نړیوال نندارتون مرکز ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

media_admin
Thu, Oct 22 2026 10:21 AM
تفاهم نامه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د افغانستان د نړیوال نندارتون مرکز ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا، د متقابلو همکاریو د پراختیا، د تجربو د تبادلې او د نندارتونونو د جوړولو لپاره د ګډو فرصتونو د برابرولو په موخه د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو.

دغه هوکړه‌لیک د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د مرستیال او سرپرست، محترم مولوي غلام سعید احساس، په کاري دفتر کې د افغانستان د نړیوال نندارتون مرکز د رئیس په حضور کې لاسلیک شو.

د دغه هوکړه‌لیک له مخې، دواړه لوري به د ګډو او د علاقې وړ برخو، په ځانګړي ډول د تجربو د تبادلې، د نندارتونونو او نورو اړوندو پروګرامونو د جوړولو په برخه کې همکاري او همغږي کوي.

د یاد هوکړه‌لیک د لاسلیک موخه د ګډو همکاریو د رامنځته کولو او پیاوړتیا، له شته ظرفیتونو او تجربو څخه د ګټې اخیستنې او د تخنیکي او مسلکي برخو د لاسته‌راوړنو او وړتیاوو د معرفي کولو لپاره د لا زیاتو فرصتونو برابرول بلل شوي دي.

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې مسؤولین هیله څرګندوي، چې د دغه هوکړه‌لیک د موادو په اغېزمن تطبیق سره به د ګډو همکاریو د پراختیا، د تجربو د تبادلې او د دواړو بنسټونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا زمینه برابره شي.

د یادونې وړ ده، چې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په وروستیو کلونو کې د لا زیاتې همغږۍ، د ظرفیتونو د لوړولو او د ښوونیزو او مسلکي پروګرامونو د پراختیا په موخه له یو شمېر دولتي او غیردولتي ادارو او بنسټونو سره د همکارۍ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي دي.

Latest news

Wed, Jul 24 2024 10:40 AM
Background image

Technical and Vocational Education and Training Authority Held a Graduation Ceremony

Technical and Vocational Education and Training Authority Organized a Graduation Ceremony for Students of Technical and Vocational Education Centers of Kabul Province. High-ranking. . .

Mon, Apr 08 2024 10:20 AM
Background image

Congratulatory Message of the Supreme Leader of the Islamic Emirate on the Arrival of the Auspicious Eid-ul Fitr

To the Faithful and Mujahid Nation of Afghanistan and All the Muslims around the World! I would like to extend my heartfelt congratulations on the arrival of the auspicious Eid-ul Fitr. . .

Sun, Mar 24 2024 2:24 PM
Background image

Holding a ceremony to inaugurate the new academic year in the TVET-A

The beginning of the new academic year 1403 AH, the Department of Technical and Vocational Education TVET-A held a ceremony attended by several ministers and members of the government. . .

BACK TO NEWS