د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې نوی مدیریتي سیستم پرانیستل شو

media_admin
Sun, Oct 18 2026 3:55 PM

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د یادې ادارې د رهبرۍ پلاوي، د ریاستونو د رئیسانو او یو شمېر کارکوونکو په ګډون په یوه غونډه کې د دې ادارې نوی مدیریتي سیستم پرانیست.

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس، محترم سید محمد فرید آغا هاشمي، د دغه سیستم د معرفي کولو پر مهال وویل، چې د دې سیستم جوړول د اداري چارو د بهیر د ښه‌والي، د کاري چارو د اسانتیا، له سرچینو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې او د ادارې د بېلابېلو برخو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ په موخه ترسره شوي دي.

نوموړي په دې غونډه کې د سیستم بېلابېلې برخې او وړتیاوې معرفي کړې او ګډونوالو ته یې د هغه د کارولو څرنګوالی تشریح کړ. ښاغلي هاشمي زیاته کړه، چې د دغه سیستم په کارولو سره به اداري چارې لا منظمې او د معلوماتو او کاري فعالیتونو د غوره مدیریت زمینه به برابره شي.

په همدې حال کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، محترم مولوي غلام حیدر شهامت، د دغه سیستم رامنځته کول د اداري چارو د ډیجیټلي کولو او د ادارې د کاري اغېزمنتیا د لوړولو په برخه کې مهم ګام وباله. نوموړي د دې سیستم پر عملي پلي کېدو او پراخې کارونې ټینګار وکړ او له مسؤولینو او کارکوونکو یې وغوښتل، چې د دغه سیستم د اغېزمن تطبیق په برخه کې لازمه همکاري وکړي.

همدارنګه، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال، مولوي غلام سعید احساس، د نوي مدیریتي سیستم رامنځته کول د ادارې د کاري بهیرونو د پرمختګ او معیاري کولو په برخه کې مهم وبلل. نوموړي له کارکوونکو وغوښتل، چې د دغه سیستم د کارولو د طریقې په زده‌کړې سره خپلې اړوندې دندې د همدې سیستم له لارې په منظم او اغېزمن ډول ترسره کړي.

د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسؤولین وایي، چې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې نوی مدیریتي سیستم داسې طرحه شوی، چې هم په آنلاین او هم په آفلاین بڼه ترې ګټه اخیستل کېدای شي. د دوی په وینا، دغه سیستم د معلوماتو د مدیریت په ښه‌والي، د کاري بهیرونو په چټکتیا او د ادارې د بېلابېلو برخو ترمنځ د همغږۍ په پیاوړتیا کې اغېزمن رول لوبولی شي.

د دغه سیستم پرانیسته د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د هغو هڅو یوه برخه ده، چې موخه یې د ډیجیټلي خدمتونو پراختیا، د اداري بهیرونو معیاري کول او د روڼتیا او کاري اغېزمنتیا د زیاتوالي لپاره د ټکنالوژۍ کارول دي.

Latest news

Wed, Jul 24 2024 10:40 AM
Background image

Technical and Vocational Education and Training Authority Held a Graduation Ceremony

Technical and Vocational Education and Training Authority Organized a Graduation Ceremony for Students of Technical and Vocational Education Centers of Kabul Province. High-ranking. . .

Mon, Apr 08 2024 10:20 AM
Background image

Congratulatory Message of the Supreme Leader of the Islamic Emirate on the Arrival of the Auspicious Eid-ul Fitr

To the Faithful and Mujahid Nation of Afghanistan and All the Muslims around the World! I would like to extend my heartfelt congratulations on the arrival of the auspicious Eid-ul Fitr. . .

Sun, Mar 24 2024 2:24 PM
Background image

Holding a ceremony to inaugurate the new academic year in the TVET-A

The beginning of the new academic year 1403 AH, the Department of Technical and Vocational Education TVET-A held a ceremony attended by several ministers and members of the government. . .

BACK TO NEWS