د ایمان پیاوړتیا، دوامداره عبادت او نېک اعمال؛ په ایمان سره د خاتمې لاره ده

media_admin
Sat, Sep 05 2026 8:48 AM
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست د خپلو اصلاحي، تربیوي او ښوونیزو پروګرامونو په دوام، د دې ادارې د کارکوونکو لپاره یوه اصلاحي غونډه ترسره کړه.

په دې پروګرام کې د هېواد یو تن دیني عالم، محترم مولوي محمد ابراهیم، د «په ایمان سره خاتمه» تر سرلیک لاندې او په فردي او ټولنیز ژوند کې د اسلامي ارزښتونو پر پابندۍ د اهمیت په اړه وینا وکړه.

نوموړي په خپلو خبرو کې د لمانځه پر ادا کولو، د دیني فرضونو او واجباتو پر پابندۍ، د الله تعالی پر ذکر او یاد، په دیني او اصلاحي غونډو کې پر ګډون، د صحابه کرامو رضی‌الله‌عنهم د سیرت پر مطالعه او پیروۍ ټینګار وکړ او دغه موارد یې د ایمان د پیاوړتیا او د مسلمانانو د ژوند د اصلاح له مهمو عواملو څخه وبلل.

هغه همدارنګه د الله تعالی له وېرې، تقوا، په اعمالو کې د اخلاص او د خپل پروردګار پر وړاندې د مسئولیت احساس پر اهمیت خبرې وکړې او له کارکوونکو یې وغوښتل چې د خپلو اداري مسئولیتونو ترڅنګ، د نفس اصلاح، د ایمان پیاوړتیا او د نېکو اعمالو ترسره کولو ته هم جدي پاملرنه وکړي.

نوموړي وویل، خلکو ته صادقانه او له اخلاصه ډک خدمت په ژوند کې د خیر او برکت سبب ګرځي او د الله تعالی د رضا زمینه برابروي.

د پروګرام په بله برخه کې د نفس د محاسبې، توبې او استغفار، د نېکو اعمالو د ترسره کولو او له ګناهونو او ناوړو کړنو څخه د ځان ساتنې پر اهمیت هم خبرې وشوې. ګډونوال وهڅول شول چې د خپل چلند او کړنو په اصلاح سره د ایماني ژوند او ښه پای لپاره چمتووالی ونیسي.

د پروګرام په پای کې ټینګار وشو چې په ایمان سره خاتمه د هر مسلمان له مهمو موخو څخه ده او دې موخې ته رسېدل په عبادت کې دوام، د ایمان په پیاوړتیا، د نېکو اعمالو په ترسره کولو، خلکو ته په صادقانه خدمت، له ګناهونو څخه په ځان ساتنه او د اسلامي احکامو او ارزښتونو په عملي مراعاتولو پورې تړاو لري.

دغه غونډه د دیني روحیې د پیاوړتیا، د اخلاقو او چلند د اصلاح، د مسئولیت احساس د لوړولو او د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په کاري چاپېریال کې د سالمې او متعهدې فضا د رامنځته کولو په موخه ترسره شوه.

Latest news

Wed, Jul 24 2024 10:40 AM
Background image

Technical and Vocational Education and Training Authority Held a Graduation Ceremony

Technical and Vocational Education and Training Authority Organized a Graduation Ceremony for Students of Technical and Vocational Education Centers of Kabul Province. High-ranking. . .

Mon, Apr 08 2024 10:20 AM
Background image

Congratulatory Message of the Supreme Leader of the Islamic Emirate on the Arrival of the Auspicious Eid-ul Fitr

To the Faithful and Mujahid Nation of Afghanistan and All the Muslims around the World! I would like to extend my heartfelt congratulations on the arrival of the auspicious Eid-ul Fitr. . .

Sun, Mar 24 2024 2:24 PM
Background image

Holding a ceremony to inaugurate the new academic year in the TVET-A

The beginning of the new academic year 1403 AH, the Department of Technical and Vocational Education TVET-A held a ceremony attended by several ministers and members of the government. . .

BACK TO NEWS