د چک ولسوالۍ انسټیټیوټ او معارف مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه
د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټیوټ آمریت د یادې ولسوالۍ د ښوونځیو له یو شمېر مدیرانو او مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه.
دا ناسته په کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې جوړه شوې وه، چې پکې د معارف ښوونځیو، لېسو مدیرانو او مسؤلینو ګډون کړی و.
د ناستې ګډونوالو د بېلابېلو پروګرامونو او د تعلیمي بنسټونو ترمنځ همغږۍ د پیاوړتیا په اړه بحث او د نظر تبادله وکړه.
د دې ناستې تنظیموونکي وایي چې هڅه کوي د دې ډول پروګرامونو له لارې د لا زیاتو همکاریو زمینه برابره کړي.
په همدې حال کې د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټیوټ آمر د معارف مسؤلینو له ګډون څخه مننه وکړه او د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه یې وکړه.
